BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د کابل کې یوه رستورانت کې چاودنه؛ اوه کسان 'وژل شوي' او ګڼ نور ټپیان دي
د کابل د "ایمرجنسي" روغتون ویلي، د کابل ښار شهرنو سیمه کې د نننۍ چاودنې له امله ۲۰ ټپیان دې روغتون ته ور وړل شوي، چې له ډلې یې اوو کسانو د روغتون ته د رسېدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی و. د روغتون مسوولینو ویلي د وژل شویو او ټپیانو شمېر لا هم وروستی نه دی. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع بيبيسي ته د چاودنې پر تایید سربېره ویلي، لومړني راپورونه ښيي "څو کسان ټپیان شوي او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی."
سوریې له دوو اونیو نښتو وروسته د کوردانو په مشرۍ ځواکونو سره پر اوربند هوکړه وکړه
د سوریې حکومت اعلان کړی چې د کوردانو تر مشرۍ لاندې د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) سره یې په ټول هېواد کې سملاسي اوربند کړی او د سوریې دولتي رسنیو راپورونو له مخې، حکومت د هېواد پر نژدې ټولو سیمو کنټرول لري.دا اوربند له نږدې دوه اوونیو جګړې وروسته کېږي. دا د داسې ۱۴ مادهییز تړون یوه داسې پراخه برخه ده چې له مخې به یې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (SDF) د سوریې له پوځ او دولتي ادارو سره یوځای کېږي.
انتونیو ګوتېرش: امریکا نړیوال قوانین له پامه غورځوي او غواړي زور د قانون د ځواک ځایناستی شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، امریکا نړیوال قوانین له پامه غورځوي او غواړي زور د قانون د ځواک ځای ونیسي. له بي بي سي سره په خبرو کې، انتونیو ګوتېرش د امنیت شورا د داسې سمونونو غوښتنه وکړه چې د پنځو دایمي غړو د ویټو واکونه محدود کړي او د نننۍ نړۍ ښه استازیتوب وکړي.
د کراچۍ د ګلپلازا په اورلګېدنه کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی؛ لسګونه کسان بېدرکه دي
چارواکي وايي، د پاکستان د کراچۍ د صدر سیمې یوه ستر پلورنځي (ګلپلازا) کې اوړمه شپه لګېدلی اور لا هم په بشپړ ډول نه دی کنټرول شوی. د سند اعلی وزیر ویلي، لا هم د دغه پلورنځي په شاوخوا ۱۰ سلنه برخه کې اور لګېدلی دی. له دې سره ۱۱۲۲ ژغورندویه ډله وایي، په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر ۲۰ ته پورته شوی او لسګونه نور بېدرکه دي.
اسپانیا کې د چټکو اورګاډو په ټکر کې لږترلږه ۳۹ تنه مړه شوي
د اسپانيا په جنوب کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له کبله لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. چارواکو خبرداری ورکړی چې د مرګژوبلې شمېر ښايي له دې هم لوړ شي. د اسپانیا د دولتي اورګاډي ادارې (اې ډي ای اېف) چې د هېواد پټلۍ او تمځايونه اداره کوي ويلي، پېښه کورډوباو ته نژدې د اډاموز په ښار کې هغه مهال رامنځته شوه چې له ملګا څخه ماډرېډ ته تلونکی چټک اورګاډۍ له پټلۍ ووت او هلته له بل اورګاډي سره ټکر شو.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
د افغانستان او وېسټ انډيز لوبه؛ راشد خان د نوي ریکارډ په درشل کې
د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې نن دوشنبې (۱۹ جنوري) د افغانستان پر مهال د ماښام پر اوو بجو پیلېږي. د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ دا لوبلړۍ په هند او شري لنکا کې له کېدونکي شل اوريز نړيوال جام نژدې دری اوونۍ مخکې ترسره کېږي. د هند شرايطو ته په کتو چې د دوبۍ له هغو سره يو څه ورته دي دا سیالۍ د راتلونکي نړيوال جام د تيارۍ لپاره مهمې بلل کېږي.
د ناسا لوی توغندی ارتمیس۲ د ماموریت لپاره د توغولو ځای ته ورسېد، دې ماموریت کې څوک دي؟
د ناسا لوی توغندی د فلوریډا د کېپ کیناورال د توغولو ځای ته وړل شوی، دا له ۵۰کالونو راهیسې وروستی تیاری دی چې سپوږمۍ ته انسانان ولېږدوي. دغه توغندی ۹۸ متره لوړوالی لري. د توغولو ځای ترې ۶،۵ کیلومتره لیرې و او په ۱۲ساعتونو کې یووړل شو.
افغانۍ څه ډول باثباته شوه؟
افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي. موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.
د طالبانو حکومت مشرتابه کې اختلاف؛ بي بي سي د انټرنېټ پرې کېدو تر شا د نظرونو له ټکره پرده پورته کوي
بي بي سي د طالبانو د حکومت د مشر هبت الله اخوندزاده یو غږیز کلیپ ترلاسه کړ، چې په ډاګه یې کړه، د ده تر ټولو لویه اندېښنه څه ده، دا کوم بهرنی ګواښ نه دی، بلکې د افغانستان له دننه یو خطر دی. دی د "خپلمنځي تقابل" په تړاو خبرداری ورکوي چې د "اسلامي امارت" په اډانه کې به'ځینې' کسان یو د بل پر وړاندې ودروي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۹ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۹ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۹ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































